چين: امريکا به خامخا د چين د ملي حاکميت او امنيتي ګټو د زيان بيه پرې کوي
CMG2022/08/02 17:23:00
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون اينګ د اګست په ۲ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د تايوان مسئلې په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل او ويې ويل، چې امريکا به خامخا د چين د ملي حاکميت او امنيتي ګټو د زيانونو بيې ورکوي.

نوموړې وويل، امريکا لمسون کوونکې کړنې ترسره کوي، چې له امله يې د تايوان تنګي وضعيت سخت او خړ پړ شوی دی او واشنګټن يې بايد پړه او مسؤليت پر غاړه واخلي.
نوموړې زياته کړه، چې چين په دې وروستيو کې تایوان ته د امريکا د ولسي جرګې د مشرې نانسي پيلوسي له احتمالي سفر سره بيا بيا ټينګ مخالفت څرګند کړی دی. د امريکې د حکومت تقنيني او عدلي ادارې بايد کړې ژمنې مراعات کړي او د يو چين پېژندنې اصل ته بايد غاړه کېږدي.

هوا چون اينګ وويل، چې د يو چين پېژندنې اصل په نړیوالو اړيکو کې پېژندل شوی او د نړيوالې ټولنې لخوا هم منل شوی دی.

نوموړې پر دې ټينګار  وکړ، چې چين د تایوان له جلا غوښتونکو او په دې چارو کې له بهرنيو مداخله کوونکو سره ټينګ مخالفت کوي او د تايوان جلاغوښتونکو ته هيڅ فضا نه ورکوي.