د امريکا په کنټاکي ايالت کې د سيلابونو له امله د مړو شمېر ۳۵ ته ورسېد
CMG2022/08/02 10:22:52
شريکول:

د امريکا د کنټاکي ايالت په ختیځ کې د سختو بارانونو له امله زورور سیلابونه راوتلي دي.

د کنټاکي ایالت والي انډي بیشیر د اګست په لومړۍ نېټه ویلي، چې د دغو سيلابونو له امله د مړو شمېر ۳۵ ته رسېدلی، چې پکې څلور ماشومان هم شامل دي.

د امریکا رسنیو په همدې ورځ د بیشیر په قول ویلي، چې لا هم سلګونه کسان ورک دي او ښايي د مړو په شمېر کې زياتوالی راشي.

د امريکا "د برېښنا د بندیدو د معلوماتو ملي شبکې" شمېرې ښيي، چې د روانې مياشتې د لومړۍ نیټې تر سهار پورې، په کنټاکي ایالت کې د ۱۲۵۰۰ کورونو او شرکتونو برېښنا پرې شوې وه.
د مالوماتو له مخې، د کنټاکي ایالت په ډېرو ځايونو کې د سيلابونو له راوتلو سره هممهاله د لوټمارۍ او غلا پېښې هم رامنځته شوي او د دې ايالت پوليس مجبور شوي، چې د تېر جولای له ۳۰ مې نېټې هلته ګرځبنديز ولګوي.
 

(ژباړه: شکريه)