د ايران بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان د اګست په لومړۍ نېټه ويلي، چې هېواد يې په تېرو ۴ مياشتو کې له امريکا سره د اروپايي ټولنې له لارې د بنديزونو د لغوه کولو په اړه د نظر تبادلې کړې دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارو لوړ پوړي استازي جوسيف بوريل د بېلا بېلو خواوو د دريځونو مسوده چمتو کړې او د ايران په شمول اړوندې خواوې او د دغې مسودې په څېړلو بوختې دي او په اړوند ډيالوګ کې د ګډون لپاره چمتوالی نيسي.
عبداللهيان نړيوالو ته د ايران د ډيالوګ چوکاټ او موخه روښانه بللي دي.
نوموړي ويلي، ايران د يوې قوي، ښې او تلپاتې موافقې لپاره جدي هڅې کوي او که امريکا په راتلونکي ډيالوګ کې رېښتيني او فعال تدبيرونه ونيسي، نو ښايي يوې موافقې ته ورسيږي.
(مينه)