د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اګست په لومړۍ نېټه د دغه وزارت په يوې نوبتي خبري ناستې کې وويل، چې د دغه هېواد د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۲۹مه نېټه په تاشکند کې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د يووالي او همغږۍ د پياوړتيا، د سيمه ييز امنيت د ټينګوالي، د دواملرونکي پرمختګ د هڅونې، پر څواړخيزم د ټينګار کولو او د دغه سازمان د ابادۍ په شمول ۵ فقره ييز وړانديز کړی دی.
جاو لي جيان وويل، چې چين د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ او برياليتوب پر روښانه راتلونکي پوره باور لري.
د يادې غونډې برخوالو وزيرانو د غړو هېوادونو ترمنځ د متقابل ستراتيژيک اعتماد د ټينګښت، د سيمه ييز پرمختګ او سمسورتيا د پياوړتيا او د خلکو ترمنځ د تفاهم د ژورتيا په برخو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د مهم رول ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې خپلمنځي يووالی او همغږي دې لا پياوړې کړي، څواړخيزم دې وهڅوي او د نړيوالو حالاتو له چټکو بدلونونو سره سم دې پرمختګ وکړي.