د چین ځواکونو د نړۍ د سوله ساتلو لپاره مهم رول لوبولی
CMG2022/08/02 14:37:35
شريکول:

د ۲۰۲۲م کال د اګست لومړۍ نېټه د چین د ازادي بښونکي اردو د جوړېدو له ۹۵مې کالیزې سره برابره وه. د چین دغه اردو تل د سولې ساتلو دنده پر غاړه اخیستې او د دې دندې د بشپړولو لپاره يې نه ستومانه کېدونکي کوښښونه کړي دي.

نوی چین یانې د چین ولسي جمهوریت له تاسيس راهیسې تل دفاعي تګلارې غوره کړې، هېڅ جگړه يې نه ده راپارولې او پر کوم هېواد يې تېری نه دی کړی. اوس د چین پوځونه نه یوازې د خپل هېواد د حاکمیت، امنیت او د پرمختګ ګټو د ساتلو کلک ځواک دی، بلکې د نړیوالې سولې د ساتلو لپاره مهم رول هم لوبولی دی.

د ۱۹۹۰م کال په اپریل میاشت کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتونکو عملیاتو په لنډ راپور کې پر لومړي ځل د چیني سرتیرو په اړه خبر لیک شوي، د چین ۵ تنه پوځي څارونکي د سوریې پلازمینې دمشق ته رسېدلي وو. دا د ملګرو ملتونو په سوله ساتونکو عملیاتو کې د چین د پوځونو د ګډون تاریخي شاهد ګرځېدلی ده.

چین له څه باندې ۳۰ کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو په ۲۵ سوله ساتونکو عملیاتو کې برخه درلوده او اړوندو هېوادونو او سیمو ته يې نږدې ۵۰ زره سرتېري لېږلي، په دې جمله کې ۱۶ چیني سرتیري د سوله ساتنې دندې لپاره قرباني شوي دي. چین د امنیت شورا په دایمي غړو هېوادونو کې هغه هېواد دی چې د نړۍ د سوله ساتونکو عملیاتو لپاره يې تر ټولو زیات سرتیري لېږلي او دوهم بسپنه ورکوونکی هېواد دی، نو د ملګرو ملتونو په سوله ساتونکو عملیاتو کې کليدي عمل او ځواک بلل کېږي.

د چین ځواکونو په تېرو ۱۰ کلونو کې د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره لا زیات خدمات ترسره کړي دي. چین په ۲۰۱۳م کال کې پر لومړي ځل مالي هېواد ته ۱۷۰ کسیزه ډله لېږلې، د ۴۱ ځلو لپاره يې ادین خلیج او سومالي سمندري سیمې ته د سمندري ځواک ساتونکي ګروپ لېږلی او د څه باندې ۷۰۰۰ چیني او بهرنیو بېړیو د تګ راتګ امنیت يې ساتلی دی. د چین د روغتون کښتۍ ۴۳ هېوادونو او سیمو ته تللی او د څه باندې ۲۳۰ زرو ځايي وګړو لپاره يې طبي خدمتونه ترسره کړي دي. د چین ځواکونو د څه باندې ۳۰ هېوادونو پوځونو ته د کرونا وبا ضد واکسین مرستې کړې او د کرونا وبا ضد مبازره کې يې د څه باندې ۵۰ هېوادونو له ځواکونو سره نړیوالې همکارۍ کړې دي.

د چین ځواکونو په پر له پسې توګه د نړیوالې ټولنې لپاره د سوله ساتنې، د بېړیو د تګ راتګ خوندي ساتنې، بشردوستانه ژغورنې او د کرونا وبا ضد مبارزه کې د همکارۍ په شمول د عامه امنیت یو لړ تولیدات برابر کړي او په عملي کړنو يې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو مفکوره تطبیق کړې ده.

د فرانسې پخواني لومړي وزیر جین پیري رافرین (Jean-Pierre Raffarin) ویلي ، چې چین په اوسنۍ نړۍ کې د سولې اړین ځواک دی.

اوس نړۍ ارامه نه ده، د سړې جګړې نظر، تسلط غوښتنه او زورزیاتي سیاست راپورته شوی او متعارف او غیر متعارف امنیتي ګواښونه موجود دي. د چین ځواکونو په دغه حالت کې په نړیواله ټولنه کې د نړۍ امنیتي وړاندیز تطبیق هڅولی، د نړیوالې سولې لپاره يې کلک هڅوونکی رول لوبولی دی.

د چین یوه سرتېري هه جه هونګ په هایټي هېواد کې د سوله ساتنې دندې په بهیر کې قرباني  ورکړې، د دې امید دا و چې په دې پراخه نړۍ کې ښايي زه یوازې یوه بڼکه یمه ، خو غواړم چې د سولې هیلې د بڼکې په بڼه واخلم. له دې د سولې ساتلو په اړه د چین د ځواکونو کلکه اراده ښکاره شوې ده.