پوتین: اټومي جګړه ګټونکی نه لري
CMG2022/08/02 10:24:03
شريکول:

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اګست په لومړۍ نېټه ويلي، چې په اټومي جګړه کې به هیڅوک ګټونکي نه وي او بايد دغسې جګړې ته لمن ونه وهل شي.

کريملين ماڼۍ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر پوتين د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون ته بيا کتنې لسم کنفرانس ته يو ليک لیږلی او پکې يې ويلي، چې روسيه د ټولو هېوادونو لپاره د برابر او نه ويجاړېدونکي امنيت ملاتړ کوي.

اعلاميه زياتوي، چې روسیه د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون د امضا کوونکي په توګه دغه تړون مراعات کړی او له امریکا سره په دوه اړخیزو تړونونو کې یې د اړوندو وسلو د کمولو او محدوديتونو دندې پر غاړه اخېستې دي.

 (ژباړه: شکريه)