د چين د ۲۰۲۲م کال د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون به د اګست له ۳۱مې نېټې څخه د سپتمبر تر ۵مې نېټې پورې د دغه هېواد د ملي کنفرانس په مرکز او د بېجينګ د شوګانګ په پارک کې تر سره شي.
دغه نندارتون د چين د سوداګرۍ وزارت او د بېجينګ سيمه ييز حکومت له خوا په ګډه تمويليږي.
د چين د ۲۰۲۲۰م کال د خدماتي سوداګرۍ نندارتون عمده منځپانګه په " د خدماتي همکارۍ پراختیا ته وده ورکول، زرغون نوښت او راتلونکي هرکلي " ورټوله ده.
په ياد نندارتون کې به د يادو موضوعاتو په اړه ۶ ډوله فعالیتونه (( د نړیوالې خدماتي سوداګرۍ سرمشریزه، فورم، د ترویج غونډه، پایله، او نور اړوند فعالیتونه)) ترسره شي.
(ژباړه: شکريه)