د چين دفاع وزارت د جولای په ۳۱مه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د دغه هېواد د خلکو د ازادې بخښوونکي پوځ د جوړېدو د ۹۵مې کليزې په مناسبت درنه مېلمستيا تر سره کړه.
په دغه مېلمستيا کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د پوځي کمېټې مشر شي جين پينګ او د لي که چيانګ، لي جان شو، وانګ يانګ، وانګ هو نينګ، جاو له جي، هان جنګ او وانګ چي شان په شمول د ګوند او دولت مشرانو ګډون کړی و.