ذبيح الله مجاهد په کابل کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید وغانده
CMG2022/08/02 10:21:49
شريکول:


د امریکا ولسمشر جو بایډن د جولای په لومړۍ نېټه په سپینې ماڼۍ کې د وینا  پر مهال اعلان وکړ، چې ځواکونو يې د افغانستان په پلازمینې کابل کې په يوه هوايي بريد کې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژلی دی.

د افغانستان د لنډمهالي حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد په کابل کې د امریکا ياد برید غندلی دی.

د مالوماتو له مخې، د افغانستان په وخت د جولای د ۳۱مې نېټې د سهار په شاوخوا ۶ بجو او ۱۵ دقيقو، د کابل له لسمې ناحیې د یوې زورورې چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

عيني شاهدان وايي، چې د چاودنې غږ د کابل ښار په لرې پرتو سيمو کې هم اورېدل شوی دی.

د کابل د امنيې قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ په همدې ورځ د چين ميډيا ګروپ خبريال ته پېښه تاييد کړې وه او ويلي یې وو، چې د کابل ښار د وزير اکبرخان په ۱۵مه کوڅه کې پر يوه کور راکټ لګیدلی دی.

تر اوسه لا مالومه نه ده، چې دا يوه چاودنه وه او که د امريکايي ځواکونو هوايي بريد، چې ادعا کوي، د القاعدې مشر ايمن الظواهري يې پکې وژلی دی.

 (ژباړه: شکريه)