د ملګرو ملتونو سرمنشي: په نړۍ کې د اټومي وسلو ګواښ په زياتېدو دی
CMG2022/08/02 14:38:25
شريکول:

د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون ته د بیا کتنې لسم کنفرانس د اګست په لومړۍ نېټه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې ترسره شو.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريش ياد کنفرانس ته په خبرو کې ويلي، چې په نړۍ کې اټومي وسلې په زياتېدو دي او دا يې ټولو هېوادونو ته لوی ګواښ بللی دی.

انټونيو ګوټريش خبرداری ورکړی، چې نړۍ د اټومي وسلو ويجاړوونکې شخړې یو ناسم ګام فاصله لري.

ګوټرېش د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون پر اهميت غږیدلی او د دغه تړون له لاسليک شويو هېوادونو يې غوښتي، چې ياد تړون ته ژمن پاتې شي.

نوموړي هيله ښودلې، چې بېلا بېل هېوادونه د نړۍ د سولې لپاره يو بل ته په درناوي خبرې  اترې وکړي.
 

(مينه)