چین د امنیت شورا د رئيسه هېواد دنده پر غاړه واخېسته
CMG2022/08/02 10:47:47
شريکول:

چین د اګست له لومړۍ نېټې څخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوسنۍ دورې د رئيسه هېواد دنده پر غاړه اخیستې ده.

 په م.م کې د چين دايمي استازي لوی سفير جانګ جون د اګست په لومړۍ نېټې د امنيت شورا د داخلي سلامشورو مشري کړې او د همدې مياشتې لپاره يې کاري پلان تصويب کړی دی.

د پلان له مخې، امنیت شورا به په اګست کې د یمن، سوریې، لیبیا، فلسطین او له ترهګرۍ سره د مبارزې په ګډون ګڼو مسایلو ته بیا کتنه ولري.

د امنيت شورا به د چين په وړانديز د ګډ امنيت د ساتلو او د افريقايي هېوادونو د وړتيا د پياوړتيا په اړه هم خاصې غونډې تر سره کړي.  (ژباړه: شکريه)