د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له وانګ يي سره وکتل
CMG2022/08/02 14:22:03
شريکول:

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د اګست په لومړۍ نېټه د دغه هېواد په پلازمېنې دوشنبې کې د چين د دولتي شورا له غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي سره وکتل.

ولسمشر رحمان له وانګ يي سره په دغې کتنې کې ويلي، چې چين د اقتصاد، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د تاجکستان ډېر مهم او لوی ملګری دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بېلا بېلو برخو همکاريو چټک پرمختګ کړی دی. تاجکستان غواړي، چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګريزې کمېټې غونډه په برياليتوب تر سره کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اندازه لا لوړه  او د ټرانسپورټ، توليدي توان او انرژۍ د همکاريزو پروژو د پوره کولو جريان يې چټک کړي او د کانونو، کرنيزو چارو، ډيجټلي اقتصاد او د مصنوعي ځيرکتيا په برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې او په تاجکستان کې د چيني او بهرنيو پانګوالو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.

وانګ يي د تاجکستان ستاينه کړې او ويلي يې دي، چې دغه هېواد له چين سره د اړيکو پرمختګ ته تل لومړيتوب ورکړی او د بېجينګ له پېشنهادونو څخه يې ملاتړ کړی دی.

نوموړي ويلي، چې چين د تاجکستان د باور وړ ملګری دی او هيله يې ښودلې، چې د تاجکستان له حکومت سره د دواړو هېوادونو د ګډو نظريو د عملي کولو لپاره هڅې وکړي او د تېرو برياليو تجربو پر بنسټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د پرمختګ لپاره نوې موخه جوړه او د دواړو هېوادونو د خلکو لپاره لا ښکلی راتلونکی اباد کړي.

دواړو خواوو د افغانستان د مسئلې په اړه هم د نظريو تبادلې کړې دي.