د چين د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه
CMG2022/08/03 00:11:47
شريکول:

د امريکا د ولسی جرګې مشره نانسي پيلوسي د چين له سخت مخالفت سره سره د اګست په دوهمه نېټه تايوان ته رسېدلې ده.

د چين بهرنيو چارو وزارت په اعلاميې کې ويلي، چې نانسي پيلوسي د يو چين پېژندنې اصل مات کړی او د چين او امريکا ترمنځ له درېيو ګډو اعلاميو يې سرغړونه او د دواړو هېوادونو د اړيکو سياسي بنسټ يې ویجاړ کړی دی.

اعلاميه وايي، چې نانسي پيلوسي د چين له مخالفت سره سره تايوان ته تللې او د چين پر ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا يې سخت تېری او د تايوان تنګي سوله او ثبات يې متزلزله کړی او د تايوان جلا غوښتونکو ته يې ډېر ناسم پيغامونه ورکړي دي.

 چين د نانسي پيلوسي له يادې کړنې سره ټينګ مخالفت او غندنه يې کړې او امريکې ته يې سخت احتجاج څرګند کړی دی.

په نړۍ کې د چين  په نوم يو هېواد شته او تايوان يې د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده او د چين ولسي جمهوريت حکومت د دغه هېواد يوازينی قانوني حکومت دی او همدغه  اصل د ملګرو ملتونو د ۱۹۷۱م کال د عمومي اسامبلۍ په ۲۷۵۸م پرېکړه ليک کې هم ليکل شوی دی. 

د تايوان په اړه د چين د حکومت او ولس دريځ ثابت دی او چینايان ټينګ هوډ لري، چې د هېواد ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ټينګه وساتي او ټول چيني ملت دا ګډ ارمان او مسئوليت لري، چې د هېوادوالو يووالی نور هم ټينګ کړي.

 چين به د نانسي پيلوسي ياد سفر ته اړين ځوابي اقدامات غوره کړي او په ټينګه به خپل ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا وساتي او امريکا او د تايوان جلاغوښتونکي باید د ټولو رامنځته کېدونکو پایلو مسئوليت پرغاړه واخلي.

چين او امریکا دوه لوي هېوادونه دي او متقابل درناوی، په سوله کې ګډ ژوند، د تقابل مخنیوی او د ګټو ګډو پر اساس همکارۍ د دواړو لویو هېوادونو د اړيکو يوازينۍ سمه لاره ده. 

د تايوان مسئله د چين کورنۍ چارې دي او بل هېواد حق نه لري، چې د دې مسئلې په اړه قضاوت وکړي. 

چين له امريکا څخه غوښتي، چې د چين د پرمختګ د مخنيوي په موخه له تايوان ناوړه ګټه وانخلي او د دې سيمې په چارو او هم د چين په کورنيو چارو کې دې له مداخلې لاس واخلي.

 د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کمېټې وياند، د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د بهرنيو چارو کمېټې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د تايوان چارو دفتر او د چين د ملي دفاع وزارت وياند هم تايوان ته د امريکا د ولسي جرګې د مشرې نانسي پيلوسي د سفر په اړه اعلاميې خپرې کړي او د هغې دغه  سفر یې غندلی دی.