د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د جولای په دوهمه نېټه ويلي، چې د اټومي مسئلې په برخه کې پر ايران لګيدلي بنديزونه او تهديدونه بې ګټې ثابت شوي دي.
کنعاني په همدې ورځ پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې بريتانيا او فرانسه بايد د ايران د اټومي مسئلې د هراړخيزې موافقې د بيا پلې کولو خبرو اترو کې د اوسنيو حالاتو د "مجرمې" امريکا تر څنګ ونه درېږي او دغه هېوادونه دې واشګنټن د يوې ښې او تلپاتې موافقې د تر لاسه کولو لپاره وهڅوي، چې اړینې او سمې پریکړې وکړي.
ايراني رسنيو د روانې مياشتې په دوهمه نېټه د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان په قول ويلي، چې امريکا د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه پر ايران نوي بنديزونه لګولي او تهران يې په ځواب کې د يورانيمو د غني کولو د سلګونو سنټرفيوژونو فعاليتونه پيل کړي دي.
عبداللهيان ويلي، چې واشنګټن باید دا تمه ونه لري، چې په داسې لارو کارولو سره به تهران جوړجاړی وکړي.
ژباړه: شکريه