وانګ يي: امريکا د چين له ملي حاکميت څخه څرګندې سرغړونې کوي
CMG2022/08/03 15:11:53
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي چې اوس په کمبوډيا کې د اسيان په يو لړ غونډو کې ګډون لري، ويلي چې د امريکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پيلوسي د چين له مخالفت سره سره تايوان سيمې ته سفر کړی دی. د نوموړې دغه اقدام د يو چين پېژندنې اصل مات کړی، د چين له ملي حاکميت څخه يې سرغړونه او په ښکاره توګه يې سياسي لمسونونکې کړنې ترسره کړي، چې له امله يې د چينايانو سخته غوسه راپارېدلې او هم د نړيوالې ټولنې له پراخ مخالفت سره مخ شوې ده.

هغه دا هم وويل، چې د نانسي پيلوسي ياد سفر د دې څرګندويي کوي، چې ځيني امريکايي سياستوال د چين او امريکا په اړيکو کې ستونزې جوړوي او امريکا د تايوان تنګي د سولې او سيمه ييز ثبات تر ټولو لویه ويجاړونکې ده.

امريکايي سیاستوال بايد د دې هڅې و نه کړي، چې د چين د يووالي پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او يا د چين د پرمختګ او سمسورتيا چارې خرابې کړي. امريکا بايد د جيولوجيکي سياست لوبې ونه کړي او تور ته سپين او سپين ته تور باید ونه وايي.

 (مينه)