امریکا باید د تایوان تنګي د سولې او ټیکاو د زیانمنولو ټولې پايلې وزغمي
CMG2022/08/03 14:50:04
شريکول:

 

د امريکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پېلوسي د چين د جدي مخالفت او سخت احتجاج له پامه غورځولو سره سره د روان ۲۰۲۲ کال د اګست په دوهمه نېټه له تايوان څخه ناڅاپي ليدنه وکړه. دا د امريکا او ټايوان ترمنځ د رسمي تګ راتګ په بهیر کې يو ستر سياسي تحريک دی چې د يو چين پېژندنې اصل او د چين او امريکا له درېیو ګډو اعلاميو څخه ښکاره سرغړونه کوي. دا د چين او امريکا د اړيکو پر سياسي بنسټ ناوړه اغېزه کړې او د چين له ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه يې جدي سرغړونه کړې او پایلې یې ډېرې ناوړه دي. دا یو ځل بیا ښیي چې د امريکا هغه سیاستوال چې د تایوان د بېلتون غوښتونکو ملاتړ کوي، د تایوان تنګي او د نړۍ د سولې او ثبات لپاره تر ټولو لوی ویجاړوونکي دي.
 چين به د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې لپاره ټول تدبيرونه ونيسي.

د تایوان مسئله د چین له ملي او اصلي ګټو سره تړاو لري. په ۱۹۴۳م کال کې د قاهرې اعلامیه او په ۱۹۴۵م کال کې د پوتسدام اعلامیه په ښکاره څرګنده کړه چې نړيواله ټولنه هېڅ ستونزه نلري چې چين د تايوان ځمکنی حاکميت لري.
 د چين او امريکا د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو په اړه درې ګډې اعلاميې په څرګنده توګه په ډاګه کوي چې امريکا اعتراف کوي چې په نړۍ کې یوازې واحد چین هویت او رسمیت لري. تايوان د چين يوه برخه ده او د چين د ولسي جمهوريت حکومت د چین یوازینی قانوني حکومت دی. د نړۍ ١٨١ هېوادونو د يو چين پېژندنې د اصل پر بنسټ له چين سره ډيپلوماتيکې اړيکې ټينګې کړې، له دې څخه څرګندېږي چې د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې ګډه نظریه ده.

د امريکا اوسنی حکومت له واک اخیستو راهیسې څو ځلې ژمنه کړې چې د یو چین پېژندنې پر اصل ټينګار کوي او د تایوان د "خپلواکۍ" ملاتړ نه کوي.
 د امريکا کانګرس د دغه هېواد د دولت يوه برخه ده او بايد په جدي توګه د يو چين پېژندنې اصل ته درناوی وکړي. نانسي پېلوسي د امريکا په دولت کې د درېيمې مشرې په توګه په دې اړه ډېره ښه پوهېږي.
 خو هغه د سیاسي خودخواهۍ له امله راوتلې وه او په بشپړه توګه یې خپله واقعي دنده له پامه غورځولې ده چې دغه خطرناک چلند د چین او امریکا پر اړیکو، سیمه ‌ییز امنیت او په امریکا باندې ناوړه اغېزې کړې دي. دغه اقداماتو نړیوالې ټولنې ته دا روښانه کړه چې د تایوان تنګي د تاوتریخوالي د زیاتوالي اصلي لامل دا دی چې د تایوان چارواکو په مکرر ډول هڅه کړې چې د خپلواکۍ په لټه کې پر امريکا تکیه وکړي او په داسې حال کې د امريکا ځینې چارواکي د چین د کنټرول لپاره له تایوان څخه ناوړه کار اخلي.

ځینو تایوان ميشتو نیوکه وکړه چې نانسي پلوسي د تایوان د ۲۳ ميلیونو خلکو د ژوند خوندیتوب د اور په توګه کاروي او د تایوان په خاوره کې له اور سره لوبې کوي. په دې اړه په امريکا او نړیواله ټولنه هم انتقادونه او شکونه شته.
 نیویارک ټایمز ورځپاڼې د يوې تبصرې په خپرولو سره وويل چې د چین له تایوان سیمې څخه د پلوسي ليدنه ډېره بې احتیاطه، خطرناکه او غیر مسؤلانه ده.
 د سينګاپور لومړي وزير لي هسين لونګ د اګست په لومړۍ نېټه له پېلوسي سره د کتنې په وخت کې وويل چې د چين او امريکا باثباته اړيکې د سيمه‌ ييزې سولې او امنيت لپاره ډېر اهمیت لري.

دا ځل د نانسي پېلوسي سفر هغه تاريخي او حقوقي حقيقت نشي بدلولی چې تايوان د چين یوه برخه ده او د چين د بشپړ بيا يووالي د تاريخي تمايل مخه نشي نيولای. د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو لپاره څه دپاسه يو اعشاريه څلور میلياردو چينايانو هوډ ټينګ دی. هر ځواک یا هر څوک چې غواړي د تایوان په مسئله کې له اور سره لوبې وکړي ځان به اور ته واچوي!