د آسيان د بهرنيو چارو وزيرانو ۵۵مه غونډه د اګست د درېيمې نېټې په سهار د کمبوډیا په پلازمينې فنوم پنه کې پرانيستل شوه.
د کمبوډيا صدراعظم هون سين د دې غونډې د پرانيستونکو مراسمو مشري وکړه او د آسيان له سرمنشي او د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو له وزيرانو سره يې وکتل.
دغه غونډه د " آسیان: د ننګونو پر وړاندې ګډه مبارزه " په عنوان ترسره شوې ده.
د اسيان د غړو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د سیمه ایزو همکاریو د پیاوړتیا او ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه سلا مشورې کړې دي.
د آسيان سرمنشي او د غړو هېوادونو خارجه وزيرانو د همدې ورځې په ماسپښين د ډنمارک او يونان په ګډون د ځينو هېوادونو لخوا (( د جنوب ختيځې اسيا د دوستۍ او همکارۍ تړون )) د لاسليک په مراسمو کې ګډون کړی و او د تېر ۲۰۲۱م کال د آسيان جايزې د ورکولو په مراسمو کې يې هم برخه اخېتسې وه.
ژباړه: شکريه