د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي: مونږ د يو چين پېژندنې په اصل ټينګار کوو
CMG2022/08/03 16:43:08
شريکول:

د شانګهای همکارۍ سازمان سرمنشي جانګ مينګ د اګست په ۳ مه نېټه د تایوان په اړه د خبريالانو پوښتنو ته په ځواب کې ويلي، چې سازمان يې د يو چين پېژندنې په اصل ټينګار کوي.
نوموړي ويلي، چې د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسي پيلوسي د چين له احتجاج سره سره د دغه هېواد تايوان سيمې ته تللې او د چين حکومت د نوموړې له دې کړنې سره ټينګ مخالفت کړی او په کلکه يې غندلی دی.
جانګ مينګ زياته کړې، چې د يو چين پېژندنې اصل د نړيوالې ټولنې لخوا پېژندل شوی او د چين د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه دی. د شانګهای همکارۍ سازمان پر همدغه اصل ټينګار لري، د دغه سازمان د غړو هېوادونو په کورنيو چارو کې له هرې بهرنۍ مداخلې سره ټينګ مخالفت او د ملي يووالي، ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتلو په برخه کې له خپلو غړو هېوادونو څخه پوره ملاتړ کوي او همکارۍ به ورسره پياوړې کړي او د سيمې سوله، امن او ټيکاو به وساتي .