د روان کال له جنورۍ تر جولای پورې، د چين او اروپا تر منځ ٨٩٩٠ باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ کړی او ٨٦٩ زره کانتينرونه يې ليږدولي دي.
د مالوماتو له مخې، د چين او اروپا تر منځ د اورګاډيو ياد شمېر درې سلنه او د توکو ارزښت يې څلور سالنه زياتوالی ښيي.
د چين او اروپا تر منځ بار وړونکي اورګاډي اسانه، ګړندي، خوندي، باثباته او زرغون اقتصادي لوژستیک خدمتونه وړاندې کوي او د يو کمربند او يوې لارې د لوړ کیفیت د ګډې ابادۍ لپاره یې قوي ملاتړ برابر کړی دی.