د اوکراين د غلودانو لومړۍ بېړۍ ترکيې ته ورسېده
CMG2022/08/03 11:13:08
شريکول:

د اوکراين پر غلو دانو بار لومړۍ بېړۍ د اګست په ۲مې نېټې د شپې په ۹ بجو د ترکيې د بوسپوروس تنګي څنډو ته رسيدلې ده.

د ترکيې دفاع وزارت ويلي، چې د روسيې، اوکراين، ترکيې او ملګرو ملتونو د ګډې همغږۍ مرکز به د روانې مياشتې د ۳مې نېټې په سهار په ټاکل شوي ځای کې د يادې بېړۍ امنيتي څېړنې ترسره کړي.

ياد وزارت ويلي، که بېړۍ کې وسلې او نور خطرناک توکي نه وي ځای پر ځای شوي، نو ډېر ژر به د لبنان په لوري وخوځيږي.

 (مينه)