د ۲۰۲۲م کال د اېډز ناروغۍ نړيواله غونډه (AIDS 2022) د کاناډا په منټريل کې روانه ده.
د ملګرو ملتونو د اېډز ناروغۍ پروګرام اجرايوي مرستيال مشر ايمون مورفي يادې غونډې ته په وينا کې ويلي، چې چين په نړۍ کې د اېډز ناروغۍ پر ضد مبارزې کې مهم لارښوونکی رول لوبوي او د حکومتي لارښوونې، ټولنيز تنظيم، تجربو شريکولو او تخنيکي نوښت په برخو کې يې نړۍ ته ښې بېلګې وړاندې کړې دي.
نوموړي ويلي، چې د عامې روغتيا په برخه کې د چين چارې ډېرې ښې روانې دي او د دغه هېواد حکومت د ملګرو ملتونو د ايډز ضد مبارزې پروګرام څخه يې ټينګ ملاتړ کړی دی.
(مينه)