يو شمېر هېوادونو تایوان ته د پيلوسي سفر غندلی
CMG2022/08/03 14:45:02
شريکول:

د امریکا د ولسي جرګې مشره نانسي پيلوسي د اګست په دوهمه نېټه د چين له احتجاج سره سره د دغه هېواد تايوان سيمې ته تللې او د يو شمېر هېوادونو توند غبرګونونه يې راپارولي دي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ يوه اعلاميه خپره کړې او پکې يې تايوان ته د پيلوسي سفر د چين په کورنيو چارو کې بربنډ لمسون بللی دی.
د روسیې په يادې اعلاميې کې ويل شوي، چې د تايوان چارې د چين کورنۍ چارې دي او بېجينګ حق لري، چې په خپلو چارو کې اړين اقدامات ترسره کړي او خپل ملي حاکميت او ځکمنۍ بشپړتيا وساتي.
پر روسيې سر بېره د ايران، سوريې، فلسطين او نيکاراګوا د بهرنيو چارو وزارتونو هم پدې اړه اعلاميې خپرې کړي او ځينو چارواکو يې په دې اړه ويناوې کړي او تايوان ته د نانسي پيلوسي سفر يې په کلکه غندلی دی.