د چين د ملي دفاع وزارت وياند وو چيان تايوان ته د نانسي پيلوسي د سفر په اړه وینا وکړه
CMG2022/08/03 00:37:36
شريکول:

د امريکا د ولسي جرګې مشرې نانسي پيلوسي د اګست په دوهمه نېټه د چين له مخالفت سره سره تايوان سيمې ته سفر کړی دی.

چين د نوموړې دغه کړنه په کلکه غندلې او ورسره ټينګ مخالفت يې ښودلی دی. 

چين څو ځلې تایوان ته د پيلوسي د سفر بدې پایلې بيان کړي، خو هغې پرې په عمدي توګه سترګې پټې او لمسون کوونکې کړنې يې ترسره کړي او سيمې کې يې متزلزل حالت رامنځته کړی دی.

نانسي پيلوسي په دغه سفر د يو چين پېژندنې اصل مات کړی او د چين او امریکا ترمنځ له درېيو ګډو اعلاميو يې سخته سرغړونه او د دواړو هېوادونو د اړيکو سياسي بنسټ يې سخت زيانمن کړی او د دواړو هېوادونو پوځي اړيکې يې هم ډېرې خرابې کړې دي.

امریکا د تايوان جلاغوښتونکو ته ناسم پيغامونه ورکړي، چې له امله يې د تايوان وضعيت لاخړپړ شوی دی.

 د چين د خلکو ازادۍ بښونکی پوځ به د نانسي پيلوسي د يادې کړنې په غبرګون کې يو لړ پوځي تمرينونه ترسره کړي او چيني ملت به په ټينګ هوډ د هېواد ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا وساتي او د بهرنيو قواوو مداخلې او د تایوان جلاغوښتونکو دسيسې به شنډې کړي.