د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کميټې وياند له تايوان سيمې څخه د امريکا د ولسي جرګې د مشرې نانسي پيلوسي د ليدنې په اړه وينا وکړه
CMG2022/08/03 00:12:07
شريکول:

د چين د ملي ولسي کانګرېس د دايمي کميټې وياند د اګست په دويمه نېټه له تايوان سيمې څخه د امريکا د ولسي جرګې د مشرې نانسي پيلوسي د ليدنې په هکله وينا کړې ده.

نانسي پيلوسي د اګست په دويمه نېټه د چين له جدي احتجاج او مخالفت سره سره تايوان ته تللې او په دغې کړنې يې د يو چين پېژندنې اصل مات کړی او د چين او امريکا د درېيو ګډو اعلاميو له مقرراتو څخه يې سخته سرغړونه کړې ده.

نانسي پيلوسي په دغه سفر د چين ملي حاکميت او خاورو بشپړتيا ته تاوان رسولی، د امريکې او چين تر منځ د اړيکو سياسي بنسټ يې ويجاړ کړی او د تايوان خپلواکۍ غوښتونکو ته يې ناسمې نښې ورکړې دي. د چين ملي ولسي کانګرېس د نوموړې له دغې کړنې سره ټينګ مخالفت او سخته غندنه يې کړې ده.

د تايوان چارې د چين په ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا پورې اړه لري او چين هيڅکله د سازش فضا ته اجازه  نه ورکوي. د چين د بېلتون ضد قانون کې د يو چين د پېژندلو، د تايوان د خپلواکۍ د مخنيوي او د تايوان په چارو کې د بهرنيو ځواکونو د لاسوهنې په شمول د مهمو مسئلو په هکله څرګند مقررات ليکل شوي دي. د چين حکومت او خلک د تايوان مسئلې په تړاو تلپاتې دريځ لري او د هېواد ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا ساتل د يو ميليارډ او څلور سوو ميليونو چينايانو ټينګه اراده ده. هر هغه شوم نيت چې د چيني ملت د يووالي او بيا سمسورتيا پر وړاندې خنډونه جوړوي، خامخا به ناکاميږي.

ډېوه