د پاکستان یوه پوځي چورلکه غورځېدلې، ۶ تنه پکې وژل شوي
CMG2022/08/03 10:52:45
شريکول:

د پاکستان پوځ د اګیست په ۲مه نېټه په یوې اعلاميې کې ويلي، چې یوه چورلکه يې د اګیست په لومړۍ نېټه د بلوچستان په لسبيله سيمې کې نسکوره شوې ده.

اعلاميه وايي، چې ياده چورلکه سيلاب ځپلو سيمو ته روانه وه، چې څه موده وروسته يې مرکز سره اړيکه پرې شوې او غورځېدلې ده. ژغورونکې ډلې د الوتکې ټوټې موندلي او پکې سپاره ۶ کسان ټول وژل شوي دي.

په يادې پېښې کې د کويټې کور کمانډر مشر ډګر جنرال سرفراز علي هم وژل شوی دی.  نوموړي له سیلاب ځپلو سیمو د څار دنده پر غاړه درلوده.

ابتدايي پايلې ښيي، چې ياده چورلکه د خرابې هوا له امله غورځېدلې ده.

 (هیله)