په سوریه کې ميشتو امريکايي ځواکونو یو ځل بیا د سوریې تېل غلا کړي
CMG2022/08/03 12:42:09
شريکول:

د سوريې رسنيو د اګست په دوهمه نېټه ويلي، چې په دغه هېواد کې ميشتو غير قانوني امريکايي ځواکونو يو ځل بيا ۳۱ ټانکرونه تيل غلا کړي دي.

راپورونه وايي، چې امريکايي ځواکونو دغه تېل د سوریې له شمال ختیځ څخه پر الوليد پولې عراق ته اړولي دي او پر لارې يې د امريکې زغره والو موټرونو ساتنه کوله.

د سوريې د شمال ختيځ ګڼې سيمې او د دغه هېواد ۹۰٪ تيل لا هم د امريکا تر کنټرول لاندې دي.

 امريکا د ځايي حکومت ضد ډلو ملاتړ کوي او د دوی پر مټ د سوریې نفت، خوراکي توکي او نورې زیرمې غلا کوي، چې له امله يې په دغه هېواد کې بشري ناورین نور هم سخت شوی دی.

ژباړه: شکريه