د چين بهرنيو چارو وزارت د اګست د دوهمې نېټې په نېمې شپې په بېجينګ کې د امريکا سفیر ار نيکولاس بورنز احضار کړی دی.
د چين بهرنيو چارو مرستيال وزير شيې فنګ نوموړي ته د خپل هېواد په استازيتوب جدي احتجاج څرګند کړی او تايوان ته د امريکې د ولسي جرګې د مشرې نانسي پيلوسي سفر یې سخت غندلی دی.
(مينه)