روغتيا نړيوال سازمان د اګست په دوهمه نېټه يو لړ تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر وخت د روانې مياشتې د دوهمې نېټې د مازديګر تر ۶ بجو او ۴ دقيقو پورې په ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې د شمېر په پرتله ۶۰۷ زره او ۸۲۷ زياتوالی ښيي او عمومي شمېر يې ۵۷۵ ميليونه، ۸۸۷ زره او ۴۹ ته رسېدلی دی.
د مالوماتو له مخې، په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۱۱۲۳ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر يې ۶ ميليونه، ۳۹۸ زره او ۴۱۲ ته رسېدلی دی.
(مينه)