د چين سياسي مشورتي کنفرانس له تايوان څخه د نانسي پيلوسي د ليدنې په هکله اعلاميه خپره کړه
CMG2022/08/03 00:40:57
شريکول:

د امريکې د ولسي جرګې مشرې نانسي پيلوسي د اګست په ۲مه نېټه د چين له ټينګ مخالفت سره سره تايوان ته رسيدلې ده.

نانسي پيلوسي په دغې کړنې د يو چين د پېژندنې اصل مات کړی او د چين او امريکې د درېيو ګډو اعلاميو د مقرراتو او د نړيوالو اړيکو له بنسټيزو اصولو څخه يې سخته سرغړونه کړې ده.

پيلوسي د چين او امريکا د اړيکو سياسي بنسټ خراب کړی او د دواړو هېوادونو اړيکو ته يې تاوان رسولی دی او غواړي چين په سياسي کړنو وننګوي.

 د چين ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د نانسي پيلوسي له دغې کړنې سره ټينګ مخالفت او غندنه يې کړې ده.

په نړۍ کې د چين په نوم يو هېواد شته او تايوان سيمه د چين له خاورې نه جلا کېدونکې برخه ده او د چين ولسي جمهوريت حکومت د چين يوازينی قانوني حکومت دی.

 د تايوان مسئله د چين کورنۍ چارې ده. چيني ملت د هېواد د تجزيې له هر ډول توطيې او کړنې سره مخالفت کوي، د چين د سوله ايز يووالي پر وړاندې د هر بهرني ځواک له لاسوهنې سره ټينګ مخالفت کوي او هيڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي، چې د تايوان په مسئله کې مداخله وکړي.

 چيني ملت يووالی لري او هرومرو به همداسې ثابت پاتې کيږي او هيڅ ځواک يې د يووالي او پرمختګ مخه نشي نيولی او کوم هېواد بايد د چين ملي حاکميت، خاورو بشپړتيا، ټينګ هوډ او ستر توان ته په سپکه سترګه ونه ګوري.

د تايوان مسئله د چين او امريکا په اړيکو کې تر ټولو مهمه او حساسه مسئله ده.

د بايډن حکومت د تايوان په مسئله کې د يو چين پېژندنې پر اصل څو ځلې ټينګار کړی او د تايوان له خپلواکۍ يې ملاتړ نه دی کړی، خو په دې وروستيو کې يې د ژمنو خلاف برعکس کړنې ترسره کړې دي.

د چين حکومت له امريکا څخه غواړي، چې خپلې ژمنې پوره کړي.

ډېوه