په پاکستان کې سیلابونو ۵۰۲ تنه وژلي
CMG2022/08/03 10:17:37
شريکول:

د پاکستان د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې د اګست په ۲مه نېټه یو راپور خپور کړی، چې له مخې يې د تېر جون له ۱۴مې نېټې راهیسې، په دغه هېواد کې سختو بارانونو او زورورو سيلابونو ۵۰۲ کسان وژلي او ۵۹۳ يې نو ټپيان کړي دي.

په پاکستان کې د اګیست تر ۲مې نېټې پورې سخت بارانونه اوريدلي، چې له امله يې په دغه هېواد کې ۳۹ زره او ۳۴۳ کورونه ويجاړ شوي او لسګونه زره خلک بې کوره شوي دي. ياد راپور وايي، چې د همدې مودې درندو سيلابونو څه دپاسه ۲۴ زره او ۸۰۰ څارویان هم وژلي دي.

دغو سيلابونو تر ټولو سخت بلوچستان ځپلی دی او هلته يې ۱۴۹ کسان مړه دي.

د پاکستان حکومت وايي، چې د سیلاب ځپلو وګړیو د ژغورنې په چارو او مرستو بوخت دی.

اوس د پاکستان حکومت له سيلاب ځپلو وګړو سره د خواړو، د اخلي پخلي لوښو، کېږديو، کاتکي کټونو او د ماشو د مخنيوي جالونو مرسته کوي.

 (هیله)