د چين د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ ختيځه جنګي سیمه به د تايوان چارچاپېر ګډ پوځي عملیات ترسره کړي
CMG2022/08/03 00:49:02
شريکول:

د چين د خلکو ازادۍ بښونکي پوځ د ختيځې جنګي سيمې وياند شه يي وايي، چې دغه جنګي سيمه به د اګست د دوهمې نېټې له شپې څخه د تايوان په شاوخوا سيمه کې يو لړ ګډ پوځي عمليات او د دې ټاپو په شمال، جنوب لوېديځ او جنوب ختیځ کې به ګډ سمندري او هوايي پوځي تمرينونه ترسره کړي، د تايوان په تنګي کې به له لرې واټن رښتینې مرمۍ وازمويي او په ختيځې سمندري سيمه کې به عادي وسلې وکاروي.

نوموړي زياته کړې، چې دغه عمليات د تايوان په مسئله کې د امريکا وروستيو سختو او منفي کړنو ته او همدارنګه د تايوان جلاغوښتونکو بدو کړنو ته په غبرګون کې پيل کوي.