د امريکا د استازيو جرګې مشرې نانسي پيلوسي د چين له مخالفت سره سره تايوان سيمې ته سفر کړی دی.
نړيوالې ټولنې د نانسي پر دغه سفر سختې نيوکې کړې دي او د ډېرو هېوادونو مشرانو ويلي، چې د امريکې لوړ پوړې چارواکې د چين له حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه جدي سرغړونه کړې ده.
نړيوالې ټولنې د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کړی او د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په پار د چين له ټولو تدبيرونو څخه يې ټينګ ملاتړ اعلان کړی دی.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زاخاروا تايوان ته د پيلوسي سفر لمسوونکی بللی او ويلي يې دي، چې تايوان د چين نه بېلېدونکې برخه ده او د چين ولسي جمهوريت حکومت د ټول چين استازيتوب کوي او مسکو د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري.
د نيکاراګوا، کيوبا، ډيموکراټيکې کوريا، ايران، پاکستان او سوريې حکومتي چارواکو یو ځل بیا د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار کړی او د چين په کورنيو چارو کې د امريکا لاسوهنې يې په کلکه غندلې دي.
(مينه)