چين له جاپان څخه يو ځل بیا د اټومي ککړو اوبو د ستونزې د ښه هوارولو غوښتنه وکړه
CMG2022/08/04 10:17:27
شريکول:

د چين د بهرنيوچارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اګست په درېيمه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د جاپان د اټومي برېښناکوټ د ککړو اوبو د خپرېدو په اړه د بېجينګ دريځ څرګند کړی او يوځل بيا يې له جاپاني چارواکو غوښتي، چې د نورو هېوادونو او خپلو خلکو نظرونو ته غوږ ونيسي، خپلې نړيوالې دندې دې سمې ترسره او له اړوندو ښکيلو لوريو او نړيوالو ارګانونو سره دې سلامشورې وکړي او په ساينسي، پرانيستي، شفاف او خوندي ډول دې د اټومي ککړو اوبو ستونزه هواره کړي او بايد په خپله خوښه او کورکورانه توګه سمندر ته دغه اوبه خوشې نه کړي..
د خبر له مخې، د جاپان لومړي وزير فوميو کيشيدا د اټومي وسلو د نه خپرولو تړون د لسم څېړنيز کنفرانس عادي مباحثوي غونډې ته په وينا کې ويلي، چې هېواد به يې د اټومي انرژۍ له نړيوالې ايجنسۍ او نورو لوريو سره په ګډې همکارۍ د خپلو کورنيو او نړیوالو معیارونو له مخې د اټومي برېښناکوټ اړوندې چارې شفافې او رڼې ترسره کړي.