ملګري ملتونه د نيول شويو اوکراينيانو پر زندان د برید په تړاو د حقیقت موندنې ډله جوړوي
CMG2022/08/04 11:00:26
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوترېش د اګست په درېيمه نېټه ويلي، چې د اوکراين په دونيتسک سيمې کې د نيول شويو اوکرانيانو پر يوه زندان د بريد په اړه به د حقيقت موندنې يوه ډله جوړه کړي.

نوموړي ويلي، چې ملګرو ملتونو د حقیقت موندونکې ډلې واک په پام کې نیولی او اوس د دې ډلې غړي استخداموي او د راتلونکو کارونو په اړه يې له اړوندو خواوو سره همغږي کوي.

ګوترېش هیله ښودلې، چې روسیه او اوکراین به د حقیقت موندونکې ډلې کارونه اسانه او اجازه به ورکړي، چې د پوره معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د پېښې ځان ته ورسیږي.  

د راپورونو له مخې، د جولای په ۲۹مه نېټه، د دونیتسک سیمې په اولینیفکا کې د اوکرايني بنديانو پر يوه زندان بريد شوی، چې له امله يې لږ تر لږه ۵۰ اوکراینيان وژل شوي دي. روسیې او اوکراین یو پر بل د دغه بريد پړه اچولې ده، خو تر اوسه مالومه نه ده، چې دغه بريد کوم لوري ترسره کړی دی.

 (ژباړه: شکريه)