د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د اګست په ۳مه نېټه له بېلا بېلو هېوادونو وغوښتل، چې د نفتو او طبيعي ګازو پر هغو شرکتونو دې ټکسونه ولګوي، چې د انرژۍ له اوسني کړکېچ ناوړه ګټې پورته کوي.
نوموړي ويلي، چې د نفتو او طبيعي ګازو لوی شرکتونه د انرژۍ له اوسني بحران څخه ډېرې ګټې اخلي، خو بېوزله خلک په پام کې نه نيسې او چاپېريال ته هم زيانونه رسوي.
انټونيو ګوټرېش ويلي، چې د نفتو او طبیعي ګازو لویو شرکتونو بدماشي پېل کړې ده.
نوموړي زياته کړې، چې بېلا بېل هېوادونه دې د انرژۍ پر شرکتونو ټکسونه ولګوي او له بېوزلو سره دې مرستې وکړي.
(مينه)