وانګ يي: د امريکا د پاروونکو کړنو او سياسي قمار پر وړاندې کلک مقاومت کوو
CMG2022/08/04 16:34:31
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۴مه نېټه د کمبوډيا په پلازمېنې پنوم پنه کې د اسیان د بهرنيو چارو وزیرانو د همکاریزې غونډې په ترڅ کې د چين پر ملي حاکميت د امريکې د تيري په اړه د بېجينګ دريځ څرګند کړ.

نوموړي وويل، چې امريکې نړيوال قانون تر پښو لاندې کړی، له دوه اړخيزې ژمنې يې سرغړونه کړې، د تايوان تنګي سوله او ثبات یې ويجاړ کړي، د تندلارۍ پلوي کوي، په سيمې کې مقاومت راپاروي، د چينايانو او د دې سیمې د هېوادونو د هغو خلکو پر وړاندې، چې له سولې سره مينه لري ښکاره خوځښت پيل کړی او دغه سياسي قمار به يې سیمې کې هرومرو بدې اغيزې رامنځته کړي.

وانګ يي وويل، چې د نانسي پيلوسي سياسي نندارې د امريکا سياست، ډېپلوماسي او افتخارات زيانمن کړي او کړنې يې دا ثبتوي، چې امريکا د تايوان تنګي د سولې او د سيمه ايز ثبات تر ټولو لويه ویجاړوونکې ده، په هند او ارام سمندر سیمو کې د امريکا ستراتيژۍ ډېر تاوانونه جوړ کړي او دغه هېواد د نړيوالو اصولو په هکله رياکارانه بڼه او دوه ګوني معيارونه غوره کړي دي.

وانګ يې وويل، که چين د امريکا د دغو نامسئولانه کړنو پر وړاندې مقاومت ونه کړي، نو د ملي حاکميت او د خاورو بشپړتيا د درناوي د نړيوالو اړيکو اصول به بيا مانا ونه لري، د تندلارۍ او افراطي غوښتونکو کړنې به لا نورې سختې شي او سيمه ايزې سولې او ثبات ته به زيانونه ورسيږي.

وانګ يي پر دې ټينګار وکړ، چې نانسي پيلوسي د امريکا په يو اړخيز پلان تايوان ته سفر کړی دی. چين د دغه بحران د مخنيوي لپاره ډېرې ډيپلوماتيکې هلې ځلې وکړې، خو هيڅکله به اجازه ور نه کړو، چې د چين مرکزي ګټې او د چيني ملت د سمسور بهير ته زيان ورسوي، د امريکا سياستوال د کورني سياست لپاره د تايوان مسئله کاروي، خو دغې شخصي غوښتنې ته به یې پرې نه ږدو او په سيمې کې د خړپړتيا، د بېلتون يا تجزيې پاروونکو کړنو او فعاليتونو ته به هيڅ اجازه ور نه کړو.

چين د امريکا د دغې کړنې پر وړانډې اړين او هراړخيز تدبيرونه غوره کړي او ټول تدبیرونه يې د کورنيو او نړيوالو قوانينو پر اساس د خپل ملي حاکميت او امنيت ساتلو په موخه نيولي دي.

بېلا بېلې خواوې بايد د سیمې د اوسني بحران لامل او حقيقت وپيژني، د امريکا د پاروونکو کړنو او خوځښت پر وړاندې باید په ګډه مخالفت او د چين د عادلانه دريځ او تدبيرونو ملاتړ وکړي او په ګډه باید د دې سيمې سوله او ثبات وساتي.