اذربایجان او ارمنستان د اګست په درېيمه نېټه په سرحدي سیمې کې نښته کړې او یو پر بل يې تورونه لګولي، چې د لاسلیک شوي اوربند تړون څخه يې سرغړونه کړې ده.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په همدې ورځ پر خپلې رسمي وېبپاڼې ويلي، چې د ارمنستان ناقانونه وسله والې ډلې د اذربایجان د لاچین په لور سختې ډزې کړي او يو اذربایجانی یې وژلی دی.
لاچین هغه سیمه ده، چې د روسیې سوله ساتي ځواکونه پکې لنډمهاله توګه ځای پر ځای شوي دي.
د ارمنستان د بهرنيو چارو وزارت په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې د اذربايجان پر ځواکونو تور لګولی، چې د اوربند له تړون څخه يې سرغړونه کړې، د نګورنو قره باغ په سيمه کې يې پاروونکي عمليات تر سره کړي او د ارمنستان وګړو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
(شکريه)