چين د بريکس د غړو هېوادونو د زياتولو له بهير ملاتړ کوي
CMG2022/08/04 11:05:46
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د اګست په درېيمه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې هېواد يې د بريکس د رئيسه هېواد په توګه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د زياتولو له بهير څخه ملاتړ کوي.
د الجزاير ولسمشر پدې وروستيو کې په يوه مرکه کې ويلي، چې هېواد يې ښايي د بريکس هېوادونو په سازمان کې ګډون وکړي او د ګډون لپاره يې شرايط هم پوره کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ پدې اړه وويل، چې د الجزایر په ګډون يو شمېر هېوادونو بريکس کې د ګډون نيت ښودلی دی. د دغه سازمان د مشرانو په ۱۴مه غونډه کې چې د روان کال په جون کې ترسره شوه، د پنځو هېوادونو مشران د دې سازمان د غړو د زیاتولو په اړه موافقې ته رسېدلي دي او چين به د بريکس له هېوادونو سره په ګډه اړوندې چارې پر مخ يوسي.