د چين د ختیځې جنګي سيمې ځواکونو د تایوان ټاپو شاوخوا سمندري سيمې او هوايي قلمرو کې د ټولو فصلونو جنګي تمرینونه پيل کړي
CMG2022/08/04 11:14:58
شريکول:

د چين د خلکو ازادي بښوونکي پوځ د ختيځې جنګي سيمې سمندري او هوايي ځواکونه، راکټي ځواک، ستراتيژيکي ملاتړ ځواک او لوژستيکي ځواک د اګست په درېيمه نېټه د تايوان ټاپو په شمالي، جنوب لوېديځ او جنوب ختيځ هوايي قلمرو او سمندري سيمې کې د ټولو فصلونو حقيقي جنګي تمرينونه تنظيم کړي دي.

دغه تمرينونه، چې د جنګي سيمې ګډ کنټرول، سمندري برید، ځمکني برید او د هوایي بريد ضد عمليات پکې شامل دي، د ختيځې جنګي سيمې جنګې وړتیاوې ښکاره کوي.

(ژباړه: شکريه)