تایوان ته د نانسي پېلوسي ناسم سفر د ډېرو امریکايانو د اندېښنې وړ دی
CMG2022/08/04 15:03:52
شريکول:

د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پېلوسي د اګست په ۲مه او ۳مه نېټه د چین له سختې غندنې او مخالفت سره سره تایوان سیمې ته سفر وکړ. د نوموړې دغه ناسمه کړنه د ډېرو امریکایانو د اندېښنې وړ ګرځېدلې ده.

دا جوته ده چې د تایوان مسئله د چین او امریکا په اړیکو کې تر ټولو مهمه او حساسه موضوع ده. د دواړو هېوادونو د مشرانو او د بهرنیو چارو وزیرانو په کتنو کې د امریکا ولسمشر جوبايډن او د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن څو ځلې په ډاګه کړې، چې امریکا به د یو چین د پېژندنې پر تګلارو ټينګار وکړي او خپلمنځي سیالۍ او توپیرونه به ښه کنټرول کړي، څو د دواړو هېوادونو د اړیکو ثابت پرمختګ وهڅوي.

خو امریکا له اوږدې مودې راهیسې غواړي چې د تایوان په پلمه د چین د پرمختګ مخنیوی وکړي او د چین سخت مخالفت يې راپارولی. نو پر امریکا د نیوکې اوازونه پر له پسې رامنځته شوي. پېلوسي دغه ځل له مخالفت سره سره په خپل سر تایوان ته سفر وکړ، یانې د چین او امریکا ترمنځ د څرګندې نښتې د جوړولو شونتیا لري، نو د امریکې حکومت د اندېښنې سبب هم ګرځېدلی.

د امریکې د سي ان بي سي رسنۍ لیکلي چې ((تایوان ته د پېلوسي سفر بایډن ته  سرخوږی او د چین او امریکا ترمنځ د اړیکو د ترینګلي کول دي)) په مقاله کې وړاندې راځي: که څه هم د بايډن حکومت د پېلوسي له دغه سفر څخه د ملاتړ په اړه ځواب نه دی ورکړی، خو سپينې ماڼۍ او دفاع وزارت خپل مخالفت څرګند کړی دی. بایډن په تېره اونۍ کې په ډاګه کړې چې د امریکايي ځواکونو په اند، دا یو ښه نظر نه دی.

د امریکې د بهرنیو چارو پخوانۍ مرستیالې سوسان شیرک په یوه ويډیو کې ویلي، چې پېلوسي باید په دې وخت کې تایوان ته لاړه نه شي، دا وایي ما د اندېښنې له امله خوب له لاسه ورکړی دی.

کله چې نانسي پېلوسي د اګست د ۲مې نېټې د شپې په ۱۰ بجو او ۴۴ دقیقو د تایوان سونګ شان هوايي ډګر ته ورسېدله، په ویبپاڼه کې څه باندې ۷۰۰ زرو انټرنيټ کاروونکو د دې موقعیت څار کړ.

وروسته د پېلوسي د دغه سفر په اړه د بېلا بېلو رسنیو خبرونه هم خپاره شول. خو زیاتره امریکايي رسنۍ مجبورې شوې چې لومړی د تایوان په اړه بنسټيز مالومات او د یو چین د پېژندنې تګلاره وړاندې کړې او دغه پېښه يې په ډاګه کولای شي.

د امریکې دولتي عامه راډيو (NPR) په خپله ویبپاڼه کې لیکلي ((ولې تایوان ته د پېلوسي ورتګ یوه لویه پېښه ده؟ )) همدارنګه د یاهو (Yahoo) خبري ویبپاڼې ((سپينې ماڼۍ ته د پېلوسي اړول شوې نوې ننګونې)) تر عنوان لاندې مقاله خپره کړې ده. بلخوا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکوال فریدمان لیکلي ((ولې تایوان ته د پېلوسي د سفر پلان نامسئولانه دی؟)).

د ټولو روڼاندو امریکایانو په اند، تایوان ته د پېلوسي دغه سفر ناسم دی او د واشنګټن بریالیتوب نه دی، بلکې خطرناکې پایلې ته يې امریکا اړه کړې ده.

د امریکې د دفاع پخواني مرستیال وزیر ګریسن د دولتي ګټو په مجله کې د یوې ليکنې په خپرولو سره ويلي، چې د پېلوسي دغه سفر عاقلانه نه و او له امله به يې امریکا له چین سره په پوځي نښته کې ډوبه شي. خو امریکايي ځواکونه د دې لپاره چمتو نه دي.

چین د پېلوسي د دغه سفر په غبرګون کې پوځي تمرینات ترتیب کړي دي.

د امریکې د جانس هاپکینس پوهنتون د چین د څېړنیز مرکز مشر اندرو میرسه خبریال ته وویل، چې امریکا د یو چین د پېژندنې له پالیسۍ سره چلنج کوي، خو واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې دا منلې چې بېجینګ د چین یوازينی قانوني حکومت دی. نو تایوان ته د پېلوسي د سفر په اړه د بېجینګ غبرګون د تفاهم وړ دی.

ویل کېږي، چې تایوان ته د پېلوسي د دغه سفر یوه څرګنده پایله دا ده چې، زیات امریکایان پوهېدلي چې تایوان د چین تایوان دی.