د ايران مرکچي پلاوی به په ويانا کې د اټومي تړون د بيا پلې کېدو په خبرو اترو کې ګډون وکړي
CMG2022/08/04 10:20:27
شريکول:

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني د اګست په ۳مه نېټه ويلي، چې د دغه هېواد د اټومي خبرو مرکچي پلاوی به په همدې ورځ ويانا ته لاړ شي او هلته به د اټومي تړون د بيا پلي کولو په تړاو خبرو اترو کې ګډون وکړي.

نوموړي ويلي، چې د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير او د اټومي مذاکراتو لومړی مرکچي محمد حسين باقري د ياد پلاوي مشري کوي. د دغه پلاوي موخه يې دا ښودلې، چې پر ايران د امريکا لګيدلي بنديزونه پای ته ورسيږي.

د کنعاني په وينا، ايران غواړي، چې د خپلو خلکو د ګټو ساتلو لپاره امريکې سره يوې دوامدارې موافقې ته ورسيږي.

د مالوماتو له مخې، ايران او د ايران اټومي تړون اړوندو خواوو د ۲۰۲۱م کال له اپريل راهيسې په ويانا کې څو ځلې خبرې اترې تر سره کړي او هڅې يې کړي، چې امريکا او ايران د اټومي تړون د بيا پلي کولو په تړاو يوې موافقې ته ورسيږي.

(مينه)