د یو چین د پېژندنې له پالیسۍ سره د امریکا چلنج به هرومرو ناکام شي
CMG2022/08/05 15:35:55
شريکول:

د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پېلوسي د اګست په ۲مه او ۳مه نېټه تایوان ته ناسم سفر وکړ او په بهیر کې يې ډېرې نامناسبې خبرې کړې. هغې ویلي، چې امریکا تایوان ته کلکه ژمنه کړې او له تایوان سره به یو ځای ودرېږي. هغې په واشنګټن پوست کې د یوې لیکنې په خپرولو سره د تش په نوم د امریکا او تایوان د اړیکو قانون او پر تایوان د امریکې د ۶ تضمینونو محتویات یاد کړل او په دې پلمه يې ویلي، چې تایوان ته د دې سفر د یو چین د پېژندنې له پالیسۍ څخه سرغړونه نه کوي.

په حقیقت کې د پېلوسي یاد شوي د تش په نوم قانون او تضمین د امریکا لخوا په یواړخیزه توګه جوړه شوې او د چین او امریکا په دریو ګډو اعلامیو کې له ژمنې څخه سرغړونه ده او د یو چین د پېژندنې له اصولو سره هم ټکر دی.

په نړۍ کې یوازې یو چین شتون لري، تایوان د چین نه بېلېدونکې برخه ده. د چین ولسي جمهوریت د ټول چین په استازیتوب یوازينی قانوني حکومت دی. دا په ۱۹۷۱م کال کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۲۷۵۸م پرېکړه لیک کې تايید شوې وه. امریکې په ۱۹۷۹م کال کې له چین سره د سیاسي اړیکو د ټينګېدو په اعلامیه کې تايید کړې، چې د چین ولسي جمهوریت  د دغه هېواد یوازينی قانوني حکومت دی. امریکایان به په دې چوکاټ کې له تایوانیانو سره کلتوري، سوداګريزې او نورې غیررسمي اړیکې وساتي. د امريکا کانګرس د دغه هېواد حکومت د یوې برخې په توګه باید دغه پاليسي جدي تطبيق کړي.

د امریکا د اوسني حکومت تر لوړې وروسته څو ځلې ژمنې کړې، چې د یو چین د پېژندنې پر تګلارې به ټينګار وکړي او له چین څخه د تایوان له جلا کېدو به ملاتړ و نه کړي، خو عملونه يې له خبرو سره بیخي سمون نه لري. پر تایوان يې نورې زیاتې وسلې پلورلې، د تایوان په اړه يې څو ناسمې مسودې جوړې کړې او اوس د استازو جرګې مشرې يې تایوان ته ناسم سفر وکړ. د امریکا دغو کړنو له چین سره د اړیکو سیاسي بنسټ يې سخت ویجاړ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر هنري کسینجر د سږ کال د داوس نړیوال اقتصادي فورم کې په اشارې سره وویل، چې د یو چین د پېژندنې پر اصولو ټینګار ډېر مهم دی. امریکا باید په فریبکارو طریقو د دوه چین هڅونه و نه کړي. خو د پېلوسي په ګډون ځيني سیاستوال دغه شان منطقي غږ نه اوري.

د امریکا هغه څرګندونه چې وايي له تایوان سره یو ځای ودرېږي، بیخي دروغ دی. امریکا په دوامداره توګه پر تایوان وسلې او نيمګړې غوښې پلورلې، یوازې تایوان سیمه خپل ATM بولي، خو هېڅکله د تایوان خلکو ګټو ته رښتينې پاملرنه نه ده کړې. نو تایوان ته د پېلوسي سفر د ځايي خلکو له مخالفت او احتجاج سره مخ و. انټرنيټ کاروونکو په اړونده ویبپاڼه کې تبصرې ليکلې، چې تایوان یو ځل بیا د امریکايي سیاستوالو د ګټو د تر لاسه کولو لپاره وسیله ګرځېدلې. ځينو يې پېلوسي د جګړې پلورونکې بللې ده.

له دې څخه ښکاري، چې د پېلوسي پلمې هغه واقعیت نه شي پټولی، چې امریکا له خپلې ژمنې څخه سرغړونه کړې او د تایوان تنګې سوله او ثبات يې خراب کړی. د چین پوځ تایوان ته د پېلوسي تر سفر وروسته اعلان وکړ چې د تایوان تنګي په شاوخوا کې یو لړ پوځي تمرینات وکړي او څو حکومتي ارګانونو هم نور ځوابي تدابیر اعلان کړل. دا د خپل حاکمیت او د خاورې بشپړتیا د ساتلو لپاره د چین اړین او مناسب ګامونه دي. امریکا د تایوان له ځايي حکومت سره د چین مرکزي ګټې ګواښي او د تایوان تنګې سوله او ثبات يې ویجاړ کړي، نو دوی به هرومرو لوړه بيه ورکړي.