د جي ۷ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي تګلارې لوړپوړی استازي د اګست په ۳مه نېټه يوه ګډه اعلاميه خپره کړې او د تايوان تنګي د وضعيت او د يو چين پېژندلو تګلارې په اړه يې پکې ناسمې او بې ځايه څرګندونې کړې دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ په ۴مه نېټه په نوبتي خبري ناسته کې د يادې اعلاميې په غبرګون کې په ټينګار وويل، چې چين د خپل ملي حاکميت او د خاورو تماميت د ساتنې حق لري.
نوموړې وويل، د تايوان تنګي اوسنی حالت کړکېچن دی او اصلي لامل يې دا دی، چې امريکا د چين له سخت مخالفت سره سره د خپل دولت درېيمې مهمې مشرې نانسي پېلوسي ته اجازه ورکړې چې د يوې پوځي الوتکې په وسيله د چين له تايوان څخه ليدنه وکړي.
د پيلوسي دغه سفر د نړیوالو اړیکو بنسټیز اصل او د چین حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته سخت زیان رسولی دی. امريکا لومړی ناوړه پارونکی عمل ترسره کړی او چین وروسته خپله مشروع دفاع کوي. نو د چين اړوند اقدامات د توجيه وړ، ټينګ او قوي وي.
هوا چون ينګ زياته کړه، چې د يو چين د پېژندنې اصل د جي ۷ هېوادونو او چين ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګښت لپاره مهم سياسي بنسټ دی. چين د اړيکې لرونکو هېوادونو او تايوان تر منځ له رسمي تګ راتګ سره ټينګ مخالفت کوي.
(ژباړه: شکريه)