د چين د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد تايوان سيمې ته د نانسي پیلوسي د سفر پر وړاندې د ځوابي اقداماتو اعلان وکړ
CMG2022/08/05 19:25:39
شريکول:

د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسي پیلوسي د چين د سختو مخالفتونو او جدي احتجاجونو سره سره تايوان ته سفر وکړ. د چين د بهرنيو چارو وزارت د اګست په پنځمه نېټه د پيلوسي د دغې کړنې په ځواب کې لاندې اقدامات اعلان کړل:

۱. د چين او امريکا د پوځونو د جنګي سيمو د مشرانو ترمنځ خبرې به لغوه شي.

۲. د چين او امريکا د دفاع وزارتونو ترمنځ کاري غونډه به لغوه شي

۳. د سمندري خونديتوب په هکله به د چين او امريکا تر منځ د سلامشورو د ميکانيم غونډه لغوه شي.

۴. د غیرقانوني مهاجرینو د بېرته راستنیدو په برخه کې به د چین او امریکا همکارۍ وځنډول شي.

۵. جنايي قضيو ته د رسېدنې په برخه کې به د چين او امريکا تر منځ همکارۍ وځنډول شي.

۶. له بین المللي جرمونو سره د مبارزې په برخه کې به د چین او امریکا همکارۍ وځنډول شي.

۷. د نشه یي توکو د کنټرول په برخه کې به د چین او امریکا همکارۍ وځنډول شي.

۸. د اقلیمي بدلون د مخنيوي په اړه به د چين او امريکا تر منځ خبرې اترې وځنډول شي.