د چين پوځ د امريکا "ریګن" الوتکه وړونکې بيړۍ شا ته وتمبوله
CMG2022/08/05 12:15:27
شريکول:

د چين د خلکو ازادۍ بښوونکي پوځ د اګست له ۴مې نيټې څخه تر ۷مې نېټې پورې د تايوان ټاپو په شاوخوا هوايي قلمرو او سمندري سيمو کې پوځي تمرينونه تر سره کوي او په ترڅ کې يې رېښتينې مرمۍ او بارود کاروي.

 د چين د ملي دفاع پوهنتون پروفيسر منګ شيانګ چينګ وايي، چې دا د چين د پوځ لومړی تمرين دی، چې پکې د الوتکې وړونکې بېړيو ډله او اټومي اوبتل هم کارول کيږي.

د چين د خلکو ازادۍ بښوونکي پوځ په سمندر کې يو جنګي سيستم جوړ کړی، په لومړي ځل يې د تايوان ټاپو په ختيځ کې هدفي ځای ټاکلی دی.

د چين پوځ د امريکا د "ريګن" په نوم الوتکه وړونکې بيړۍ چې د نانسي پيلوسي د پوځي الوتکې ساتنه یې کوله، څو سوه کيلومتره شا ته تمبولې ده.

(ژباړه: شکريه)