د ماشيني انسان د ۲۰۲۲م کال کنفرانس به د اګست له ۱۸مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د بېجينګ د يي چوانګ د نړيوالو نندارتونونو په مرکز کې تر سره شي.
دغه کنفرانس د ۲۳ نړيوالو ارګانونو ملاتړ تر لاسه کړی او په ترڅ کې به يې فرعي فورم، نندراتون، سيالۍ او اړوند فعاليتونه هم ترسره شي.
د ټرينګ اېوارډ يا جايزې ګټوونکو او د چين او بهرنيو هېوادونو د ساينسپوهانو په شمول ډېر مېلمانه به د کنفرانس له ګډونوالو سره د ماشيني انسانانو په برخه کې د علمي څېړنو نتيجې او د پرمختګ مالومات شريک کړي.