چين پر ټولو هېوادونو غږ کړی، چې رښتينی څو اړخيزم پلی کړي
CMG2022/08/05 10:29:23
شريکول:

په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال ګنګ شوانګ د جولای په ۴مه نېټه "زموږ د ګډې اجنډا راپور" په اړه د دې سازمان د عمومي اسمبلۍ په غير رسمي غونډې کې هيله ښودلې، چې د نړۍ ټول هېوادونه رښتينی څو اړخيزم عملي او ګډ خونديتوب وساتي، څو ټول يو ځای ګډ پرمختګ ومومي.

ګنګ شوانګ ويلي، چې اوسنۍ نړۍ بيا بیا له ننګونو سره مخامخ شوې او د ټولو هېوادونو يووالی او ګډې همکارۍ د دغو ننګونو پر وړاندې د مقابلې يوازېنۍ لاره ده.

نوموړي هيله ښودلې، چې د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه " زموږ ګډه اجنډا " د پلې کولو او د ګډو افکارو په رڼا کې ګډ هدفونه ومومي، ګډ ګامونه دې پورته کړي، د م.م په مرکزيت د نړیوال سیستم ساتنه او د نړیوالو قوانينو پر بنسټ د نړيوال نظم دفاع دې وکړي، رښتینی څو اړخیزیزم دې عملي کړي او ګډ امنیت تضمين او ګډ پرمختګ دې تر لاسه کړي.
(ژباړه: شکريه)