چين : د امريکا په شمول بېلا بېل هېوادونه دې د فضايي دستګاوو د ټوټو د خطرونو د کمولو لپاره هڅې وکړي
CMG2022/08/05 15:40:50
شريکول:

 د استراليا د فضايي چلند ادارې څو ورځې مخکې خبر ورکړی، چې سټرلينک په نوم د امريکايي شرکت د فضايي دستګاه يوه ټوټه له ليرې فضا څخه د دغه هېواد په نوي جنوب ويلس ايالت کې غورځېدلې ده.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ د ياد خبر په اړه ويلي، چې د فضايي دستګاوو د ټوټو مسئله د ليرې فضا د دواملرونکي اکتشاف او استعمال په برخه کې د انسانانو پر وړاندې يوه ننګونه بلل کيږي.

 نوموړې پر دې ټينګار کړی، چې چين د فضايي دستګاوو د ټوټو د کمولو لپاره هڅې کړي او په اړوندو نړيوالو همکاريو کې يې ګډون کړی دی.

هوا چون ينګ هيله ښودلې، چې د امريکا په شمول بېلا بېل هېوادونه دې په ليرې فضا کې د فضايي دستګاوو د ټوټو د خطرونو د کمولو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي او د نړيوال قانون له مخې دې د شويو زيانونو مسئوليت پر غاړه واخلي.