کوم مرغان د چين په فولکلور کې د مینې سمبول بلل کيږي؟
CMG2022/08/05 14:50:19
شريکول:

د چين په دود او دستور کې منډارين هيلۍ (mandarin duck ) ، تيتلی، طاووس او داسې نور حيوانات، چې يو د بل ملګرتيا کوي، د مينې سمبول بلل کيږي.

د چين د کرنيزې جنترۍ له مخې د جولای ۷ مه نېټه د چين د مينانو ورځ ده.

 راځئ! دغه حيوانات وګورئ.


د چین په ادبیاتو او فولکور کې د منډارين هیلۍ جوړه د میینانو او میړه- مېرمن جوړې سره ورته بلل شوې ده

په پخوا زمانه کې به، د چين انجونو خپل مين يا ملګري ته داسې ټوکر ډالۍ کاوه، چې د هيلې انځور به پرې پنځول شوی و.

 هغه تيتلي، چې د ګلونو په منځ کې نڅا کوي، هم په چين کې د مينې سمبول ګڼل کيږي.