د ډېرو هېوادونو سیاسي شنونکو او د خبري رسنيو کارکوونکو د يو چين پېژندنې له اصل ملاتړ کړی
CMG2022/08/05 11:22:23
شريکول:

د ډېرو هېوادونو سیاسي شنونکو او د خبري رسنيو کارکوونکو په دې وروستيو کې مقالې خپرې کړي او د يو چين پېژندنې له اصل یې ملاتړ څرګند کړی دی او د چين له تايوان څخه د امريکا د استازو جرګې مشرې نانسي پيلوسي غیر قانوني ليدنه يې سخته غندلې ده.

 دوی د امريکا دغه ناسمه کړنه چين سره له کړې ژمنې سرغړونه او د چين په کورنيو چارو کې څرګنده لاسوهنه بللې ده او په دې کړنې يې د سيمې سولې او ثبات ته زيانونه رسولي دي.

د تايلنډ ۳ چينل ټلويزيون وياندې پراوينامای پايکلوي په يوې ليکنې کې ويلي، چې تایوان ته د پيلوسي سفر چين ته پاروونکې کړنه ده.

پايکلوي په دغې ليکنې کې ويلي، چې بهرنيو هيوادونو ته اړتيا نشته، چې د تايوان مسئله کې لاسوهنه وکړي او امريکا بايد له خپلو ناسمو کړنو څخه لاس واخلي او خپلو تېروتنو ته باید متوجه وواسي.

د پاکستان د خبري رسنيو د فکري مرکز غړي ډاکټر طلعت شبير ويلي، چې تايوان ته د پيلوسي ناسم سفر به نه يوازې د چين او امريکا ترمنځ اړيکو ته زيانونه ورسوي، بلکې د سيمه ييز وضعيت د خرابېدو سبب به هم وګرځي. تايوان د چين يوه برخه ده او د دې مسئلې په اړه د چين دريځ څرګند او تلپاتې دی.

بېجينګ ته د يو چين پېژندلو اصل سره کرښه ده او په خپلو کورنيو چارو کې د بهرنيو کړيو لاسوهنې ته هيڅ اجازه نه ورکوي.

طلعت شبیر زياته کړې، چې امريکا بايد د ډيموکراسۍ په پلمه د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسونه ونه کړي او د پيلوسي ناسمه کړنه دې ترتيب نه کړي.